د اوونۍ غوره خبرونه

د کندهار- سپین بولدک دویم لین سړک پرانیستل شو. دغه سړک څلوېښت کيلو متره اوږدوالی او ۱۱.۲ متره پلنوالی لري، چې د ۱.۳ ميليارده افغانيو په لګښت جوړ شوی دی. د ټولګټو چارو وزارت وايي، دغه سړک د ۳۲۰ متره په اوږدوالي پُل، سل داني پُل‌چکونه او د اوبو درې معبرونه لري، چي د سېلابونو خطر کموي.

  • 27 وری 1400